هرات؛ د فوټبال ملي لوبډلې د پاتې ورزشکارانو عصریه ورکړل شوه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۱۱
هرات؛ د فوټبال ملي لوبډلې د پاتې ورزشکارانو عصریه ورکړل شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د رئیس مولوي احمد الله وثیق، د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون د رئیس داکتر شاه رسول احراري، د هرات ولایت ورزشي رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني او د هیواد د ورزش ادارې د نورې رهبري په شتون کې د فوټبال ملي لوبډلې د پاتې ورزشکارانو د عصریې پیسې ورکړل شوې.

نوموړي هر تن ته ۱۳۲۰۰ افغانۍ د یوه کال عصریه ورکړل شوه، چې له دې وړاندې د نورو فدراسیونونو د ملي لوبډلو ورزشکارانو ته هم ورته مقدار عصریه ورکړل شوې وه، چې د ټولو شمېر ۳۷۶۷ تنو ته رسیږي.

د هرات ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس احراري په خپلو خبرو کې د هیواد د ورزش ادارې له رهبري مننه وکړه، چې تل یې د ملي لوبډلو د ورزشکارانو لاسنیوی کړی، په ځانګړي ډول د عصریې اجراء یې د ملي لوبډلو له ورزشکارانو سره ستره همکاري یاده کړه او څرګنده یې کړه، چې اوسمهال د ا.ا د رهبري له خوا په دومره مقدار همکاري دا ښيي، چې ورزش ته په خاص ارزښت قایل دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS