کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۱۱
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي مدیریت په گډه همکارۍ د يادې ولسوالۍ په کچه د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو پايله کې دوه اخراوالاقه ترسره شول، چې لومړی اخراوالاق حيات الله پهلوان او دويم اخراوالاق بيا احکام پهلوان تر حلالې دایرې ورسوه او د ځانگړو چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.

دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS