کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صافي بڼ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د حلقه کول او صافي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه صافي بڼ لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٨ منډو هدف وټاکه. حلقه کول لوبډلې هم د هدف په تعقیب کې د څلورو ویکټو په زيان ١٢٧ منډې وکړې لوبه مساوي شوه، چې وروسته بیا صافي بڼ لوبډلې په سوپر اور کې د حلقه کول لوبډلې پنځه منډې هدف پوره کړ او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ٢١ ورځې یې دوام وکړ.