کندز؛ قلعه‌ زال ولسوالۍ کې د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۶
کندز؛ قلعه‌ زال ولسوالۍ کې د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په ينگي آرق کلي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې ازادې سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر کندز ولايت سربيره له سمنگان ولايت څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه کندز پهلوانانو د زياتو برياوو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا سيالۍ کورش سيمه ييزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS