کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۱
کندز؛ خان آباد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې له درېيو ولايتونو د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر کندز سربېره له تخار او بغلان ولايتونو څخه پهلوانانو گډون وو، چې په پايله کې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS