کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو پای کې لومړی آخرلاق عبدالله پهلوان او دویم آخرلاق سمیع الله پهلوان تر ټاکلې دایرې ورسول او د ډالیو ګټونکي شول.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
