هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۴۳
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په لنډي ښاخ سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د آريانا اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د آريانا اتلانو او اتحاد مرکزي لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه اتحاد مرکزي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف کېښود، په ځواب کې آريانا اتلانو لوبډلې ياد هدف لوبې په ۸م اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.

دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۱۷ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS