کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خاتون قلعه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې خاتون قلعه لوبډلې د ۲۵ پر ۱۹ نمرو په توپیر خپلې سیالې فیض آباد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
