کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په تګن تپه کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې موج های امو لوبډلې خپلې سیالې قا.ر.ي خبيب لوبډلې ته د ۲۵/۱۲ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او خلکو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و.