کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې ٢٠ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
