کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال ټورنمنټ پیل شو

دکندز ولایت د بدني روزني او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټسال فدراسیون او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همکارۍ په امام صاحب ولسوالۍ کې په دوو ګروپونو کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
ددې لوبلړۍ په لومړۍ ورځ آمو قنجوغه ځوانانو لوبډلې وکولی شول ١١/٧ دشیرخان بندر ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د یاد ټورنمنټ موخه د فوټسال ورزش ته د ځوانانو هڅول او وده ورکول دي.