هوالباقي
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پهلواني ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون محمد داوود صافی د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه وکوچېد.
ښاغلي داوود صافي د خپل معاونیت په کمه موده کې د پهلواني ورزش ته پاموړ خدمت کړی و.
د ورزش ادارې رهبري د نوموړي مړینه د افغانستان د پهلواني او د هیواد د ورزش لپاره ستره ضایعه بولي، د نوموړي د مړينې له کبله د ده کورنۍ، دوستانو او د ورزش ټولو غړو ته تسلیت وایي. له الله تعالی څخه نوموړي ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د جميل صبر غوښتنه کوي.
انا لله وانا الیه راجعون
