کفایت لوبډلې په بلخ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۱:۴۵
کفایت لوبډلې په بلخ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د بلخ ولایت د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت بدني روزنې او سپورت ریاست په همغږۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، د کفایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دې ټورنمنټ پای لوبه د کفایت او عامې روغتیا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې کفایت لوبډلې د ۳-۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پایلوبې په مراسمو کې د ورزش مسؤولینو تر څنګ د والیبال فدراسیون استازو، د دولتي ادارو استازو، ځوانانو او ګڼ شمېر مینه والو برخه اخیستې وه.

په پای کې په ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو کپونه، ستاینلیکونه او سپورتي جامې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS