کاپیسا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت مرکز په ریګ روان ورزشي لوبغالي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د استاد شاپور کوهستاني لوبډلې لومړی او د استاد پرویز لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
