کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۹:۴۱
کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې حميد رسولي د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، رومان ګلبهاري دويم او مبارز او يما بیا درېيم مقامونه ترلاسه کړل.

د يادو سياليو موخه سيمه ييزو او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS