کاپیسا؛ اله سای ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورززش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې فهیم الله لومړی، عبیدالله دویم او ساحل درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.