کام اير لوبډلې نگين هريوا او سرې مياشتې لوبډلې سټار ته ماتې ورکړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۴۸
کام اير لوبډلې نگين هريوا او سرې مياشتې لوبډلې سټار ته ماتې ورکړه

د افغانستان واليبال غوره ليگ څلورم پړاو سياليو په پنځمه ورځ، کام ایر لوبډله د نگين هريوا پر وړاندې او سټار لوبډله د سرې مياشتې لوبډلې پر وړاندې د سيالۍ ډگر ته ښکته شوه.

د دې سياليو د پنځمې ورځې لومړۍ لوبه د کام ایر او نگين هريوا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې کام اير لوبډلې وکولی شول، خپلې سيالې نگين هريوا لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړي او په روانو سياليو کې دويمه بريا خپله کړي.

دغه راز دويمه لوبه يې د سټار او سرې مياشتې لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې يې سرې مياشتې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او په روانو سياليو کې پرلپسې دويمه بريا خپله کړه.

د ويلو وړ ده، چې يادې سيالۍ د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسيون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د روان کال د غويي مياشتې پر ۲۸ مه نېټه د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيم کې پيل شوي، چې د غبرگولې مياشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS