کابل کې ۷۰ تنو لوبڅارانو او روزونکو ته په ووشو برخه کې د لوبڅارۍ او د روزنې سیمینار پای ته ورسېده

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۲۱:۴۳
کابل کې ۷۰ تنو لوبڅارانو او روزونکو ته په ووشو برخه کې د لوبڅارۍ او د روزنې سیمینار پای ته ورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري په یاد ریاست کې له ۲۸ ولایتونو۷۰ تنو لوبڅارانو او روزونکو ته په ووشو برخه کې د لوبڅارۍ او د روزنې سیمینار؛ ګډون کونکو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.

د دغه سیمینار د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریئس مولوي احمد الله وثیق، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د المپيکي چارو مدیر داد محمد پاینده اختري، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، ووشو ملي فدراسیون رهبري پلاوي او د ورزش ادارې زیات شمېر مسوولینو ګډون کړی وو.

د دغه سیمینار د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریئس مولوي احمد الله وثیق ورزشکارانو ته د ورزش ادارې د رهبري په ملاتړ ټینګار وکړ او وویل: په وروستیو کې افغانستان د ورزش په برخه کې وکولای شول، چې په ملي او نړۍ‌واله کچه ښه لاسته راوړنې ولري همدارنګه دغه ډول ښوونیز کورسونه او سمینارونه د ورزش د ودې لپاره ډېر مهم دي، ځکه چې ورزش مو نور هم معیاري کوي.

وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د ورزش د ارزښت په اړه وویل: نن ورځ د هېوادونو د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي تګلارو ترڅنګ ورزش هم ډېر مهم دی. همدارنګه نوموړي زیاته کړه په وروستیو کلونو کې د غوره لوبڅارۍ له امله د تېرو کلونو په پرتله ښې لاسته راوړنې لرو او نن ورځ ورزش مو له مرکز څخه ولایتونو ته او له ولایتونو څخه ولسوالیو ته خپور شوی دی.

دغه سمینار د ووشو ملي فدراسیون د فني مرستیال احسان احمد کروخي له لوري وړاندې شو، چې ګډون کوونکو ته پکې د ساندا سیالیو د نوې لوبڅارۍ، فورم برخه کې د تالو زده کړې، د درجه بندۍ په سیستم او د نظري او عملي روزنې په موضوعاتو خبرې وشوې.

یاد سمینار روزونکو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی و، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.

د سمینار په پای کې ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو ته د ووشو ملي فدراسیون د رهبري له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS