کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ څلورویشتم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۱:۱
کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ څلورویشتم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د کیک بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسنګ څلورویشتم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او د واکو کیک بوکسنګ، لوکیک کیک بوکسنګ او پروفشنل کیک بوکسنګ سبکونو کې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

دغو سیالیو ته د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست د دعوت او ارشاد رییس داد محمد بریال عطایي، کیک بوکسنګ ملي فدراسیون رهبري پلاوي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

په دغو سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان ځدراڼ ورزشکارانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د لوی اختر په مناسبت د یادو سیالیو په ترسراوي خوشحالي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د هېواد ورزش اداره په همدې هڅه کې ده ترڅو د ورزشکارانو د ظرفیت د لوړولو او ودې په موخه دوی ته سیالۍ برابرې کړي.

نوموړي دغه راز وویل: زه شاهد یم، چې سږ کال په مرکز او ولایتونو کې د لوی اختر د لمانځلو په موخه د هېواد د ورزش ادارې له لورې په پراخ ډول او ګڼو سیمو کې دې ته ورته سیالۍ برابرې شوې وې او په خورا ښه ډول ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه د نېکمرغه لوی اختر نمانځل او د ورزشکارانو ظرفیت ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما مقدماتي سیالۍ پيل شوې

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د طبما د رزمي هنرونو ملي فدراسیون له لوري له ۱۶ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د طبما رزمي هنرونو مقدماتي سيالۍ پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱
Background image

غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد د ګيلان ولسوالۍ په غوندي کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۵۱
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS