کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو طبما اماتور سبک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۲۰:۳۰
کابل کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو طبما اماتور سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند له طبما ملي فدراسيون سره په همغږۍ د چلينجر ورزشي انجمن له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د «پسرلني جام» په نوم د رزمي ورزشونو طبما اماتور سبک سیالۍ، د کابل اعداد ال.ج.هاد د رزمي هنرونو ورزشي کمپ کې ترسره شوې.

په دې سیالیو کې له څلورو ولايتونو ( کابل، لوګر، پکتيا او خوست) څخه ۵۰ ورزشکارانو په درې عمري کټګوريو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې، چې په پایله کې د خوست ورزشکارانو د ۲۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، لوګر له ۱۵ نمرو سره دويم او کابل له ۱۲ نمرو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.

يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه پيل شوې وې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د دې سیالیو په پايله کې د ورزشي مسوولينو له لوري، لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او لوبغاړو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۱۸:۵۸
Background image

کونړ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو اختريزې سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په حبيب زي اکاډمي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو " توان، سلف ډفينس، K1 او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۱۸:۵۶
Background image

ارزگان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزگان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۱۸:۵۵
Background image

ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مومندرې ولسوالۍ په هزارناو سيمه کې د ۶۶ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ټېپ بال کرکټ. . .

BACK TO NEWS