کابل کې د ۲۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۳:۴۱
کابل کې د ۲۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست د سکیتستان په ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار جنوب زون له ۲۲ کلبونو د ۲۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالیو کې د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او له ۳۲ کیلوګرام څخه تر ۱۲۰ کیلوګرام وزن پورې ورزشکاران سیالۍ کوي او درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د جنوب زون ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۴
Background image

میدان وردګ؛ نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شهاب الدین لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۳
Background image

د پکتیا مرکزي زندان کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د زندانونو چارو ریاست سره په همغږي د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار په مرکزي زندان کې د دوو لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۱
Background image

هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS