هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خپلواک او زرغون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خپلواک لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٣ منډو هدف وټاکه. زرغون لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په نهم اور کې د څلورو ویکټو په زیان په پوره کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.