کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ملي فدراسيون ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۲۲:۵۶
کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ملي فدراسيون ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدنې روزنې او سپورټ لوی رياست په همکارۍ او د فول رزم ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ښار د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې د کابل لوبډلې لپاره د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې له هرې گټکورۍ نه پنځه ورزشکاران، چې ټولټال ۲۰ ورزشکاران کېږي، د کابل ښار منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

د سياليو د پرانيستلو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی رياست ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د ياد رياست ځينو امرانو، د فول رزم ملي فدراسيون رهبري پلاوي، په ولايتونو کې د فدراسيون استازو، ورزشکارانو او د ورزش گڼو مينوالو گډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د هېواد د ورزش ا‌دارې ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني د سياليو د ترسره کېدو په اړه خوښي څرگنده کړه او ورزشکارانو ته يې د بريا هېله وکړه، نوموړي همدا راز زياته کړه « د هېواد د ورزش ا‌داره تل د ورزشکارانو ملاټر کوي او هر وخت ورزش ته کار کوي».

د یاد فدراسیون د مسؤلينو په وينا د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د فول رزم ورزش ته وده ورکول او د کابل ښار منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS