کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار پای ته ورسيد

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۴
کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار پای ته ورسيد

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې دوه ورځنی سمينار، چې د دې فدراسيون په عمومي جمنازيم کې پيل شوی و، پای ته ورسيد.

د دغه سمينار د ستاينليکونو د ورکړې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د ووشو ملي فدراسیون نایب رئیس او د دې ادارې د مشورتي بورډ غړي سید مبشر اغا، د ووشو ملي فدراسيون مسؤلينو او د ووشو استادانو او لوبڅارانو ګډون کړی و.

په يادو مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ وويل، د ووشو ملي فدراسيون ورستۍ لاسته راوړونو باندې، نه يوازې د ورزش اداره بلکې ټول افغانستان وياړي، چې دا هر څه د ښې رهبرۍ او غوره روزنې پايله ده.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې دغه ډول سمينارونه د ورزشکارانو د ښې روزنې او د لوبڅارانو په ظرفيت لوړولو کې له خورا ارزښت څخه برخمن دي او ډاډ ورکړ، چې د ورزش اداره به تل د ورزش په برخه کې د ټولو ورزشکارانو سره د خپل توان په اندازه همکاري کوي او تل به د ورزشکارانو ملاتړ کوي.

همدارنګه د دې ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري د دې سمينار برخه اخيستونکو لوبڅارانو او استادانو ته وويل، دا اوس ستاسو مسووليت دې، چې هغه څه مو دلته زده کړل نورو ته يې ورسوئ او تل هڅه وکړئ، چې پر ښو اخلاقو سمبال ورزشکاران او اتلان وروزئ.

د ويلو ده، چې په ياد سمينار کې د ووشو ملي فدراسيون د سکرتر جنرال او د دې فدراسيون مشر روزنکي محمد خالد هوتک له لوري ګډونکونو لوبڅارانو ته د ووشو د فني او مسلکي موضوعاتو سربېره په ميدان کې د دوه لوبغاړو ترمنځ د سيالۍ د سم کنټرول او تخنيک اړوند موضوعات تشريح شول، چې دوه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۸
Background image

د موی تای درې کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د موی تای درې کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دي، د اسلامي هېوادونو د پیوستون ۶م پړاو سیالیو کې د ګدون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

دغو ورزشکارانو ته د خدای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۱
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

BACK TO NEWS