کابل کې د هېواد ورزش ادارې رئیس مولوي احمد الله وثیق په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف سره ولیدل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۷:۲
کابل کې د هېواد ورزش ادارې رئیس مولوي احمد الله وثیق په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف سره ولیدل

د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس احمد الله وثیق د یادې ادارې د مسوولینو په شتون کې، په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف سره ولیدل او خبرې یې سره وکړې.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ورزشي اړیکو د پراختیا پر اړه نظریات تبادله کړل او په ورزشي برخه کې ‌یې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

مولوي احمدالله وثیق د هېواد د ورزش ادارې د وروستیو فعالیتونو، برنامو او لاسته‌ راوړنو پر اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل، چې ورزش کولای شي د ملتونو ترمنځ د کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي. همدارنګه نوموړي وویل: چې افغانستان د دوستو هېوادونو، په ځانګړي ډول له قزاقستان سره د ورزشي اړیکو د پراختیا لپاره چمتو دی او د دواړو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف له افغانستان سره د ورزشي اړیکو په پراخېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ، چې ورزش کولای شي د ملتونو ترمنځ د اړیکو یو پُل شي او لا ډېرې همکارۍ رامنځته کړي. هغه د دواړو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د دوستانه سیالیو د ترسره کولو وړاندیز وکړ او هیله یې وښوده، چې د افغانستان ورزشکاران دې د قزاقستان په ورزشي سیالیو کې ګډون وکړي او همداراز قزاقي ورزشکاران دې افغانستان ته راوبلل شي.

په دغه لیدنه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د دفتر ریاست رئیس فضل الرحمن بري، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي او د ورزش ادارې د اړیکو مسول ارشاد الحق صدیقي ګډون کړی وو.

په پای کې دواړو خواوو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ښو اړیکو او ورزشي همکاریو په دوام ټینګار وکړ او هیله ‌یې څرګنده کړه، چې دا تعاملات به په نږدې راتلونکي کې عملي او اغېزناکې لاسته‌راوړنې ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS