کابل کې د هاکي لوبو دویم پړاو
په مرکز کابل کې د کابل، هرات، بامیان، کابلبي، پکتیا او خوست ولایت لوبډلو تر منځ د هاکي لوبې پیل شوې.
دغه لوبې د بدني روزنې او ورزش ریاست په دوهنیم زره کسیز جمنازیوم کې پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
یادې لوبې د نویو ځوانانو په عمرونو کې پیل شوې، چې په پای کې به ترې ۲۴ لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره غوره شي.
