کابل کې د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د ووشو ساندا لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱۸:۴
کابل کې د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د ووشو ساندا لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ۵۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د ووشو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د لویانو په عموي کټګوري او له ۲۵ تر ۶۵ کیلو ګرامه وزني کټګوري کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

دغو سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي ګډون کړی و.

یادې سیالۍ د نېکمرغه لوی اختر د نمانځلو او په هېواد کې د ووشو ورزش د ودې په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱
Background image

خوست؛ مندوزیو ولسوالۍ کې د لوبغاړو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې مرکزي کلب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوي ولسوالي کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکت سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS