کابل کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال دولسم پړاو سیالۍ د سرې میاشتې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۹:۵۵
کابل کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال دولسم پړاو سیالۍ د سرې میاشتې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د والیبال ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د نهو کلبونو لوبډلو ترمنځ د کابل جام په نوم د والیبال دولسم پړاو سیالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د سرې مياشتې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پايلوبه کې د سرې میاشتې لوبډلې خپلې سیالې طلوع لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ريئس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ياد رياست مالي او اداري ريئس مولوي عبدالناصر هاشمي، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د يادې ادارې فني او مسلکي رياست سرپرست حميد الله صافي، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی و.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ريئس مولوي احمد الله وثيق لومړي او دویم مقام لوبډلو ته مبارکي وویله او د کابل واليبال دولسم پړاو دغه جام یې د ورزشکارانو د ودې لپاره غوره وباله او زیاته یې کړه: د هېواد د ورزش ادارې په هڅو او ملاتړ په تېر یوه کال کې د ورزش په بېلابېلو برخو او بهرنيو سياليو کې ۱۲۰ مډالونه ترلاسه کړي دي، چې بې له شکه دغه ډول سيالۍ د ورزشکارانو په ظرفيت لوړولو پوره اغېز کوي.

همدارنګه ښاغلي وثيق زياته کړه: د المپيک، بدني روزنې او ورزش رهبري د ورزش په ټولو برخو کې له دوی سره همکار دي او تل په دې هڅه کې دی، تر څو ورزش له مرکز څخه ولايتونو او له ولايتونو څخه ولسواليو ته او له ولسوالیو څخه کليو ته خپور کړي.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول، د غوره لوبغاړو موندل او د والیبال غوره لیګ سیالیو ته چمتووالی نیول و، چې پنځه ورځې يې دوام وکړ؛ په پای کې د ورزش مسوولينو له لوري غوره ورزشکاران وستايل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS