کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ د ۶۰ غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۱۹:۵۲
کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ د ۶۰ غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې

د المپيک، بدنې روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ملي لوبډلې د تنکیو ځوانانو دولسم پړاو او د لويانو لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ، چې د ۳۰۰ ورزشکارانو په ګډون، درې ورځې وړاندې د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د تکواندو ملي فدراسيون رئيس ډاکټر نجيب الله سکندر، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ،چې په ايران کې د ميشت افغان ورزشکارانو په ګډون د هېواد د ۲۰ ولايتونو د لوبډلو ترمنځ په دوو سبکونو مبارزې او پومسه کې ترسره شوې، په پای کې يې د تنکيو ځوانانو ملي لوبډلې ته ۴۰ تنه او د لويانو ملي لوبډلې ته ۲۰ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.

د يادو سياليو د تنکيو ځوانانو په برخه کې کابل د ۴۳ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام، هرات د ۱۵ نمرو سره دويم مقام او ايران کې د افغان کډوالو لوبډلې د ۸ نمرو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام، تخار د ۸ نمرو سره څلورم مقام او پروان د ۶ نمرو سره بیا پينځم مقام خپل کړ. دغه راز تميم الرحمن رحمانې د ۱۷۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د د دغه سياليو غوره لوبغاړی وټاکل شو.

همدارنګه د لويانو په برخه کې بیا کابل لومړی مقام، هلمند دويم مقام، بغلان درېيم، تخار څلورم او ننګرهار لوبډلې پينځم مقام ترلاسه کړ.

د ويلو وړ ده، چې د سياليو په پای کې د ورزشي مسولينو له لوري، غوره لوبغاړو او لوبډلو ته، کپونه، مډالونه، ستاينليکونه او نغدي جايزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS