کابل کې د باسکټبال لوبڅاري د شپږمې دورې ورکشاپ ګډونوال تشویق او وستایل شول

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۲۲:۲۴
کابل کې د باسکټبال لوبڅاري د شپږمې دورې ورکشاپ ګډونوال تشویق او وستایل شول

د باسکټبال د لوبڅاري شپږمې دورې ورکشاپ ګډونوال د دغه ورکشاپ له پای ته رسېدو وروسته وستایل شول او د یاد فدراسیون له لوري هر یوه ته د لوبڅاري تصدیق پاڼه ورکړل شوه.

په دغې تشویقي غونډه کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د باسکټبال فدراسیون رهبري هیئت او د دغه ورکشاپ ګډونوالو ګډون کړی و، چې د ورکشاپ ګډونوالو ته تصدیقپاڼې د حافظ احمد جان ځدراڼ او د باسکټبال فدراسیون د رهبري له لوري ورکړل شوې.

د باسکټبال ملي فدراسیون د لوبڅاري شپږمه روزنیزه دوره د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د مرکز او ولایتونو ۳۰ تنو لوبڅارانو ته د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم کې د دوه ورځو لپاره ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS