کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۴۱
کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پارا المپيک ملي فدراسيون په همکارۍ د سور صليب په ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ( ۸۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د ويلچر بسکټبال ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې،چې درې ورځې يې دوام وکړ.

په دغو سياليو کې د هرات، فارياب، بلخ، بدخشان، ننګرهار، پروان، لغمان او کابل ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پايله کې ۱۲ ورزشکاران د افغانستان ويلچر بسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د دغو سياليو په پايلوبه کې بلخ لوبډلې خپلې سیالې ننګرهار لوبډلې ته د ۶۶/۴۰ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د بسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل او ورزش ته د معلولينو هڅول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای مراسمو کې د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاينده اختري، د ورزش ادارې فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د NOVE Caring Human موسیسې رئيس البرټ کایرو، د ورزش ادارې مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۷
Background image

افغان ورزشکار د سنوکر نړۍ‌والو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام لوبو ١٦ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي سیالیو پرلپسې د قطر او متحده عربي اماراتو سیالانو ته ماته ورګړه او نیمه پایلوبې ووت.

دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۵
Background image

کابل کې د ساحلي واليبال ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د دولس لوبډلو ترمنځ د ساحلي واليبال شپږم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، چې د ياد رياست په ساحلي واليبال. . .

BACK TO NEWS