کابل ؛ د وردګو غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو دوستانه سيالي ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۴۸
کابل ؛ د وردګو غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو دوستانه سيالي ترسره شوه

د کابل ولايت اړوند باغ داود ښارګوټي کې د وردګو غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو يو ورځنۍ دوستانه سيالي ترسره شوه.

په یادو سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د المپيک ملي کمېټې اجرائيه رييس داد محمد پاينده اختري، د ميدان وردګ ولايت ورزشي امر زبيح الله وهاج، غشي ويشتونکو او يو شمېر نندارچیانو ګډون کړی و.

په دغې سيالي کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران د غشي ويشتونکو ستونزې واورېدې او له دوی سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه دوستانه سيالي د حاجي سلطان او صفت الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې صفت الله لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴۶_۳۸ نومرو په‌ توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای فدراسیون سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موتای فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۸
Background image

پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عبدالله کشف کلب لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS