کابل؛ په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د هاشي هارا کراټې ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۲۲:۱
کابل؛ په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د هاشي هارا کراټې ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هاشي هارا کراټې فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پنځو ولايتونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د هاشي هارا کراټې ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د کابل، کاپيسا، فارياب، بغلان او پروان ولایتونو څخه په درېيو عمري کټگوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د يادو سياليو په پايله کې په لويانو کټگورۍ کې فياض دورانديش په منفي ۷۰ کيلو گرامه وزن، عبدالشاکر حميدي په منفي ۶۰ کيلو گرامه وزن او هدایت الله په ۸۰ کيلو گرامه وزن، همدارنگه په ځوانانو کټگورۍ کې حسيب الله قاضي زاده په منفي ۶۵ کيلو گرامه وزن او د دې ترڅنگ د کاتا په برخه کې بيا مهدي احمد جويا د را روانو اسيايي لوبو لپاره په ملي لوبډله کې انتخاب شول.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د را روانو اسيايي لوبو لپاره، چې د ازبکستان په پلازمينې تاشکند کې ترسره کېږي، د غوره لوبغاړو ټاکل وو‌.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به د روان کال د می مياشتې په څلورمه او پنځه نېټه ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۴
Background image

رسینز بلنلیک!

رسینز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۳
Background image

کونړ؛ وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شعیب سالارزي لوبډلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۳۱
Background image

جوزجان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کيوان کيک بوکسينګ سبک. . .

BACK TO NEWS