کابل؛ شپږو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۸
کابل؛ شپږو لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د باسکټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د روژې جام په نوم د باسکټبال سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ د هریرود، سره میاشت، کابل پلتخنیک، ش ه ی د عبدالرحیم لېسې، هریرود ب او د پیشکسوتان لوبډلو ګډون کړی وو.

په پایله کې د سرې میاشتې لوبډلې لومړی مقام، هریرود لوبډلې دویم مقام او پیشکسوتان لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د باسکټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS