کابل؛ سمنګان لوبډلې د وزلوبې پنځم پړاو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۹
کابل؛ سمنګان لوبډلې د وزلوبې پنځم پړاو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده

د وزلوبې پنځم پړاو سترې سیالۍ چې لس ورځې مخکې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږي او د وزلوبې، سیمه ييزو لوبو او نیزه وهنې ملي فدراسیون له لوري په پلازمېنه کابل کې پیل شوي دي، لومړۍ نیمه پایلوبه یې د سمنګان او کندز ولایتونو ترمنځ ترسره شوه.

دغه سیالي په ټاکل شوي وخت کې د دواړو لوبډلو ترمنځ صفر- صفر مساوي شوه، خو په ۱۵ دقیقو اضافي وخت کې سمنګان لوبډله وتوانېده چې کندز لوبډلې ته ۱/۰ ماتې ورکړي او پایلوبې ته لار ومومي.

د سمنګان لوبډلې له لوري صفت پهلوان د خپلې لوبډلې په ګټه یوه نمره ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه به د کندهار او سرپل ولایتونو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS