کابل؛ د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د جودو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۱
کابل؛ د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د جودو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د جودو ملي فدراسيون له لوري د ورزش ادارې د جودو په ورزشي جمنازيوم کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د کابل ښار د جودو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ به په درېيو وزني کټګوريو کې د کابل ښار له بېلابېلو کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شي، چې په پايله کې به يې ۱۲ ورزشکاران د کابل ښار د جودو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د کابل ښار د جودو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل، د ورزشکارانو تخنيکي وړتيا لوړول او په کابل کې د جودو ورزش ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS