کابل؛ د کورنیو چارو وزارت د ورزشکارانو ترمنځ د غیږ نیونې سیالۍ پیل شوې
د غیږ نیونې سیالیو لومړی پړاو د ننګرهار، پنجشیر، میدان وردګو، غزني او کابل ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو په ګډون د دوه ورځو لپاره د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوې. په دغو سياليو کې ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو د عمر په کټګوريو کې او د لسو کلنو په کټګوريو کې د کورنيو چارو وزارت د غوره شوي ټيم لپاره د وړتيا په موخه سيالي وکړه. د دغو سیالیو د پیلولو موخه د کورنیو چارو وزارت لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
