کابل؛ د ورزش ادارې په انګړ کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاین پيل شو
کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مرسته د ورزش ادارې په همغږۍ د يادې ادارې په انګړ کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو، چې له مخې به یې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جريان کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د پارا المپيک ملي کمېټې په داخل کې ۷۰۰ او د هېواد په ورزشي ځايونو کې په زرګونه بېلا بېل ډوله نیالګي کېنول شي.
د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د يادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، حقوقي مشاور سید رسول افغاني، د خدماتو امر احمد ناصر زاخيلي او ورزشي مسوولینو ګډون کړی وو.
د ورزش ادارې د خدماتو امر احمد ناصر زاخيلي په خپلو خبرو کې د نیالګیو کېنول د هېواد د سرسبزۍ، چاپېریال ساتنې او ابادۍ لپاره مهم وبلل او د لوبغاړو روغتیا ته د ورزش ترڅنګ سالم چاپیریال مهم ياد کړ.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مرسته هر کال په ورزشي ځايونو کې په زرګونه نیالګي کېنول کېږي.
