کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له لوري د پکتیکا ورزشکار وکیل احمد پکتین وستايل شو
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پکتیکا ولایت د بدن ښکلا ورزشکار وکیل احمد پکتین، چې څو ورځې وړاندې یې د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې څخه د غزني ولایت تر مرکزي چوک پورې ٦٢ کیلو متره ځغاسته کړې وه؛ د یوې غونډې په ترڅ کې وستايه.
په دغه غونډه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي مسؤولانو، د پکتیکا ولایت ورزشي آمر محمد عثمان سیرت او ورسره پلاوي ګډون کړی و.
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل په دغه ستاينغونډه کې د ښاغلي پکتین دغه هڅه وستایله او د افغانستان په کچه يې یوه ستره کارنامه وبلله.
ښاغلي وثیق همداراز د ورزش ادارې وروستیو فعالیتونو ته په اشارې وویل چې د افغانستان ورزش د بل هر وخت په نسبت وده کړې او اوس ورزش یوازې په مرکز پورې محدود نه دی، بلکې د هېواد ګوټ- ګوټ ته رسېدلی دی.
ښاغلي وثیق زیاته کړه، چې هڅه کوو افغان ورزشکاران د توان تر کچې تشویق کړو ترڅو په هیواد د ننه او له هېواده بهر لوبو کې ګډون وکړي او ښې لاسته راوړنې ولري.
په ورته وخت کې بدن ښکلا ورزشکار وکیل احمد پکتین د ورزش ادارې له هڅونې مننه وکړه او ویې ويل چې هیله لري یوه ورځ د نړۍ په کچه د افعانستان لپاره ستړ وياړ ترلاسه کړي.
ښاغلي پکتین همداراز زیاته کړه چې په پکتيکا کې ورزش ورځ تر بلې مخ پر ودې دی او د ورزش ادارې له رهبري يې وغوښتل چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي ترڅو په هره برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر محمد عثمان سیرت خوښي وښوده، چې د پکتیکا ولایت لوبغاړي د عمومي ریاست په کچه ستایل کېږي.
ښاغلي سیرت زیاته کړه، چې غواړو راتلونکي کې هغو سیمو ته هم ورزش ورسوو چې تر اوسه پکې د ورزش ځانګړی څرک نه ليدل کېږي.
د غونډې په پای کې د ورزش ادارې رهبري له لوري وکیل احمد پکتین ته نغدي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.
