کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د ای ټي اف تکواندو نړيوالو استادانو رانا صداقت علي او ماسټر هونګ يونګ دو سره وليدل

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۹:۲۰
کابل؛ د ورزش ادارې رهبري د ای ټي اف تکواندو نړيوالو استادانو رانا صداقت علي او ماسټر هونګ يونګ دو سره وليدل

د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق او د يادې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ای ټي ایف تکواندو له دوو بهرنیو استادانو پاکستاني رانا صداقت علي او کوريايي ماسټر هونګ يونګ دو سره، ولیدل او خبرې اترې يې ورسره وکړې، کوم چې د ای ټي اف تکواندو نړيوال او تخنيکي سيمينار د استادۍ په موخه افغانستان ته راغلي وو.

په دغه ليدنه کې مولوي احمد الله وثيق له راغلو استاذانو ماسټر هونګ يونګ دو او رانا صداقت علي څخه د مننې ترڅنګ د ای ټي اف په برخه کې ورزشکارانو ته د هغوی د غوره لارښوونو او فني پوهې د لېږدولو په همکاريو خوښي څرګنده کړه او د دوی راتګ يې افغانستان ته يو ښه اقدام وباله.

همدارنګه ماسټر هونګ يونګ دو او رانا صداقت علي د افغانستان د خلکو د ميلمه پالنې او د ورزشي بنسټونو ستاينه وکړه او د اسلامي امارت د مسوولينو له همکاريو مننه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې ماسټر هونګ يونګ دو د ای ټي اف تکواندو نړيوال مدرس په توګه افغان ورزشکارانو ته د تخصصي مفاهيمو د زده کړې او د تخنيکي پوهې د ظرفيت لوړولو په موخه يو تخنيکي سيمينار درې ورځې مخکې ترسره کړ، چې نن رسمي پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS