کابل؛ د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو گروپي سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۹:۲۰
کابل؛ د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو گروپي سيالۍ پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د اتو لوبډلو په ګډون د والیبال غوره ليګ درېیم پړاو گروپي سيالۍ پای ته ورسېدې.

په ياد غوره لیگ کې ام البلاد، سپین غر، نښتر او پامیر په A گروپ کې او بالاحصار، بُست، هندوکش، نګیني هریوا په B گروپ کې شتون درلود، چې له گروپي سياليو څخه نيمه پايلوبې ته له A گروپ څخه ام البلاد او سپين غر او له B گروپ څخه بست او هندوکش لوبډلو لاره پیدا کړه او باقي بالاحصار، نښتر، نگيني هريوا او پامير لوبډلې له مخکې تگ څخه پاتې شوې.

د دغو سياليو پر اړه د واليبال ملي فدراسيون سکرتر جنرال محمد ناصر نوري وويل : " د پيل نه تر اوسه پورې غوره ليگ ډېر ښه روان دی هره ورځ درې سيالۍ تر سره کېدې، د ملي لوبغاړو تر څنګ ځوان لوبغاړي ډېر ښه لوبېږي، چې دا ښه خبره ده، د دغه غوره ليگ غوره لوبغاړي چې له ځانه يې وړتيا ښودلې په راتلونکې کې به د ملي لوبډلې برخه شي، که چېرې خصوصي سکټور او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مالي همکاري لا زياتې شي؛ نو په راتلونکي کې به د لا ښه لوبو شاهدان و اوسو، نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، په پام کې لرو، چې په راتلونکې کال کې‌ نوې لوبډلې هم اضافه کړو."

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو لومړۍ نيمه پايلوبه به سبا ماسپښين ۲:۰۰ بجې د ام البلاد او هندوکش لوبډلو ترمنځ ترسره شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۱۰
Background image

رسنيز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش ریاست،د کابل د رگبی ملي فدراسیون استازولۍ د یاد ولایت د کلبونو د لوبډلو ترمنځ، د غوره څېرو موندلو په موخه د رگبي سیالۍ ترسره کړي.

په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

BACK TO NEWS