کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يې ورزشونو ملي لوبډلو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۴
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يې ورزشونو ملي لوبډلو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يي ورزشونو ملي لوبډلو هغه ورزشکاران، چې په آسیايي او نړيوالو سياليو کې يې اتلولي او مډالونه ګټلي و د تود هرکلي ترڅنګ د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستايل.

دغه ستاينغونډه کې، چې د المپيک د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د هېواد ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې ورزشي سلاکار او د پهلوانۍ فدراسيون رئيس قاري حيات الله رحماني، اداري او مالي رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي، د دفتر رئیس فضل الرحمن بري، د مشورتي بورډ غړي سيد مبشر اغا، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د بېلابېلو فدراسيونونو رئیسانو، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو، د رسنيو استازو او یو شمیر مينوالو ګډون کړی وو.

د دې غونډې ګډونوالو ته د وينا پر مهال د ورزش ادارې مالي او اداري رئيس مولوي عبدالناصر هاشمي ټولو هېوادوالو او ورزشکارانو ته، د دغه سترې لاسته راوړنې او اتلولۍ مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د هېواد ورزش اداره به تل ستاسو ملاتړ کوي او ستاسو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

دغه راز د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني وويل، د وياړ ځای دی چې د هېواد ورزشکاران او پهلوانان په نړيوالو او اسيايي سياليو کې ګډون کوي او د مډالونو ترڅنګ اتلولۍ هېواد ته راوړي.

په دغه ستاينغونډه کې هغه پهلوانان، چې د پهلوانۍ «محمد ابراهيم مصطفی جام» نړيوالو ۳۶م پړاو سیالیو د ځوانانو کټګورۍ په انفرادي برخه کې يې څلور د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه او په ټیمي بڼه یې له ۵۶ امتیازونو سره لومړی مقام خپل کړی و وستايل.

دغه راز يې د دې سياليو د لويانو کټګورۍ په انفرادي برخه کې دوه د سرو رزو، درې د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونو ګټونکي، چې په ټیمي بڼه یې له ۶۲ امتیازونو سره دویم مقام وګاټه هم وستايل شول.

همدارنګه د زورخانه یي ورزشونو ملي لوبډلې هغه ورزشکاران ،چې د زورخانه یي ورزشونو د اسیا اتلولۍ اووم پړاو سیالیو کې يې د برونزو له ۱۱ مډالونو سره د ۱۸ هېوادونو له منځه درېیم مقام ترلاسه کړ په ډاليو او ستاينليکونو سره وستایل.

د ويلو ده، چې د پهلواني سيالۍ د ۱۱ هېوادونو په ګډون د مصر هېواد په اسکندریه ښار کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۹مه پيل شوې وې او تر ۱۴مې نېټې يې دوام وکړ. دغه راز د زور خانه يي ورزشونو سیالۍ د ایران هېواد په کوربه توب د روانې میلادي میاشتې پر ۸مه پیل شوې وې او د اکتوبر مياشتې تر ۱۱مې نېټې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې د ۲۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يې ورزشونو ملي لوبډلو مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رهبرۍ د پهلوانۍ او زور خانه يي ورزشونو ملي لوبډلو هغه ورزشکاران، چې په آسیايي او نړيوالو سياليو کې يې اتلولي او مډالونه ګټلي و د تود هرکلي ترڅنګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۲
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS