کابل؛ د نړيوالو مدرسينو له لوري ۲۳ روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال روزنيز کورس پای ته ورسېد

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۷:۴۵
کابل؛ د نړيوالو مدرسينو له لوري ۲۳ روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال روزنيز کورس پای ته ورسېد

د آسيا دويمه درجه فوټسال روزنيز کورس، چې نهه ورځې مخکې د فوټبال فدراسيون له لوري او د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د هېواد له مرکز او ولايتونو څخه د ۲۳ روزنکو په گډون په فوټبال فدراسيون کې پيل شوی و، روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال اسنادو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

په ياد کورس کې روزونکو ته د سياليو تحلیل، پرمختللي تکتيکونه، ټیمي استراتیژي او پر پرمختللو موضوعاتو او مفهومونو باندې د ایران هېواد د نړيوالو مدرسينو" حسين شمس او رضا کوردي له لوري تدريس شول.

د دغه کورس د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسيون رييس محمد يوسف کارگر، د فوټسال کمېټې مسؤل حاجي فريد يوسفزي، نړيوالو مدرسينو او روزنکو گډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال فدراسيون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ټولو روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال اسنادو د اخيستلو په پار مبارکي وويله او د ايران هېواد د نړيوالو مدرسينو له لوري افغان روزونکو ته د پرمختللو مفهومونو د ورکړې هر کلی یې وکړ او له هغوی څخه يې مننه وکړه، چې افغان روزنکو ته يې په ښه ډول تدريس وکړ.

همدارنگه په یادو مراسمو کې د فوټبال فدراسيون رييس محمد يوسف کارگر له نړيوالو مدرسينو څخه مننه وکړه، چې نهه ورځې يې افغان روزنکو ته د آسيا دويمه درجه فوټسال روزنيز کورس په ښه ډول پای ته ورسو، نوموړي همداراز افغان روزونکو ته وويل چې له دې وروسته د فوټسال ورزش او ورزشکارانو د ودې لپاره خپلې هڅې کړندۍ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۴۰
Background image

پکتیا؛ په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم الله ځاځي لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۳۹
Background image

د موی تای افغان ورزشکارانو د ازبکستان په کوربتوب بین المللي سياليو کې لس مډالونه وګټل

د موی تای افغان ورزشکارانو د موی تای ۲۰۲۵ بین المللي سياليو کې، چې د ازبکستان په کوربتوب وې، دوه د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او څلور د برنزو مډالونه وګټل.

له يادو مډالونو څخه علی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۳۵
Background image

افغان تکواندو کار د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سپينو زرو مډال وګاټه

د اسلامي هېوادونو د پيوستون ۶پړاو سياليو کې افغان تکواندو کار محسن رضایي په منفي ۶۰ کيلوګرامه وزن کې پرلپسې ازبکستاني،عربستاني او ازربايجاني سيالانو ته ماته ورکړه او د سپينو زرو مډال. . .

BACK TO NEWS