پکتیا؛ په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم الله ځاځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې بسم الله ځاځي لوبډلې خپلې سیالې شفیق سکندرخېلو لوبډلې ته ۲-۰میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د يادونې ده چې دغو سياليو ۲۰ ورځې دوام وکړ او موخه يې د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا رامنځته کول وو او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ او اتلې لوبډلې ته د ظاهر شاه ځاځي له لوري ۲۰۰ ډالرۍ ورکړل شول.
