پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۰
پکتیکا؛ په مټاخان ولسوالي کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدي روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې دوه اوونۍ په دوام وکړي پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل لوبه د احمدزي او عیدګل لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړۍ توپوهنه عیدګل لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۵ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د اتو لوبغاړو په زیان ۱۴۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې احمدزي لوبډلې یاد هدف د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړ او په اوو وېکټو یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۳۵
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د لویانو. . .

BACK TO NEWS