کابل؛ د مرکزي زون د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو ټاکنيزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۲۳:۵۵
کابل؛ د مرکزي زون د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو ټاکنيزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د مرکزي زون څلورو ولايتونو ( کابل، پروان، کاپيسا او ميدان وردګ ) څخه د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د دې رياست په ۲ زره ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کيک جيتسو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په دغه سياليو کې به ۱۵۰ ورزشکاران د کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګورۍ او ۴۸ بېلابېلو وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړي، چې په پای کې به يې ۲۴ ورزشکاران د مرکزي زون کيک جيتسو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دې سیالیو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې ورزشي سلاکار، قاري حيات الله رحماني، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی وو.

د يادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د مرکزي زون کيک جيتسو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۳
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د ترسراوي لپاره چمتووالی روان دی.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق له دغه بهیر څخه لیدنه وکړه او هیله یې وښوده، چې دغه سیالۍ به په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو په ګدون د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په خانشین ولسوالۍکې د "جوړ افغانستان" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS