کابل؛ د دایکندي او کابل ۱۰۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د جوجیستو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۸ - ۱۸:۲۳
کابل؛ د دایکندي او کابل ۱۰۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د جوجیستو سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د جوجیستو ملي فدراسیون له لوري د کابل او دایکندي ولایتونو ۱۰ کلپونو څخه د ۱۰۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د جوجیستو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼی، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمید ساپي او د ورزش ادارې نورو مسولینو ګډون کړی و.

یادې سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوري او بېلابېلو وزني کټګوریو کې د دغې ورزشي رشتې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو او د ورزش کارانو د هڅونې په موخه ترسره شوې، چې په پای کې اتلو ورزش کارانو ته مډالونه او د اتلولي حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۰
Background image

له ناسمو رواجونو څخه د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د تشریح غونډه ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست په همکارۍ « له ناسمو رواجونو څخه د مخنیوي» تر عنوان لاندې د دې ادارې کارکوونکو، د فدارسینونو مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۵
Background image

د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه. . .

BACK TO NEWS