پکتیکا: یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې میراګل لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې یوسف خېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
