پکتیکا؛ ښرنه کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۹:۳۶
پکتیکا؛ ښرنه کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون او کوټوالو ځوانانو له لوري د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ، د سورمان ایلون لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته سورمان ایلون او انور ایلون لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه سورمان لوبډلې ترسره کړه او ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې انور لوبډلې ته ۱۳۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته انور لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۳۱ منډو یې سیالې لوبډلې ته سیالي بایلوده.

د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

عبدالله رحیمي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې له اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له پکتیکا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۵۱
Background image

تخار ؛ برگزاری مسابقات محلی کورش با اشتراک ۶۰ تن در شهر تالقان

رقابت های محلی کورش با اشتراک ۶۰ تن از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت جوزجان، در شهر تالقان برگزار شد.

در این رقابت ها ۳۰ تن با شکست دادن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت ګولډ جلال آباد ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS