پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۰:۵۰
پکتیکا؛ په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت، د والیبال فدراسیون او د قمرالدین کلا او کوټوالو ځوانانو له خوا د قمرالدین کلا د والیبال په ورزشي لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په پیلیزو مراسمو کې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.

د دې ټورنمنټ د لومړۍ ورځ په سیالیو کې خوشحال لوبډلې " ۳ – ۰" پایلې سره شېر محمد مهد او په دویمه سیالۍ کې بیا قمرالدین له " ۲ – ۱" پایلې سره محمد خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړې.

دا سیالۍ چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي موخه یې په کلیو او ليرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول او مینوالو ته د سالمې تفریح برابرول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۱:۶
Background image

کابل کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون له لوري په دشت برچي سیمه کې د کابل ښار له ٣٠ کلبونو د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۲۰:۴۲
Background image

خوست کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مهدیخېلو سیمه کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د صوبه سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

BACK TO NEWS